د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

آی‌‌پي‌ایل؛ نن د لکنو او ممبي ترمنځ دویم پلې‌اف ترسره کېږي


د لکنو په لوبډله کې افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبه کوي او لوبډلې یې د ګروپي پړاو په سیالیو کې د نومرو د جدول درېيم مقام ګټلی و.
د لکنو په لوبډله کې افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبه کوي او لوبډلې یې د ګروپي پړاو په سیالیو کې د نومرو د جدول درېيم مقام ګټلی و.

د هندوستان غوره لیګ یا آی‌پي‌ایل سیالیو د دویم پړاو په ترڅ کې نن د لکنو سوپر جاینټز او ممبي اینډینز ترمنځ د حذفي پړاو سیالي ترسره کېږي.

دغه لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د چینای په ښار کې پیلېږي.

د لکنو په لوبډله کې افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبه کوي او لوبډلې یې د ګروپي پړاو په سیالیو کې د نومرو د جدول درېيم مقام ګټلی و.

د دې سیالۍ ګټونکی به په دویم 'کوالیفایر' کې له ګجرات ټایټانز لوبډلې سره د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه په احمد اباد ښار کې سیالي وکړي.

د پلې‌اف سیالیو په لومړي کوالیفایر کې چینای سوپرکینګز لوبډلې د ۱۵ منډو په توپير ګجرات ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پيدا کړه.

د ویلو ده چې د دې سیالیو پایلوبه به د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG