د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۹

فوټبال؛ افغانستان او تاجکستان يو يو مساوي شول

د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو فوټبال لوبډله
د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو فوټبال لوبډله

د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوټبال د سیالیو په دویمه لوبه کې د افغانستان او تاجکستان یو یو مساوي شول.

د دوی لوبه د دوشنبې ښار په تالکو ارینا لوبغالي کې وشوه.

په دې لوبه کې وروسته له هغې چې تاجکستان په لومړۍ نیمايي کې د ګول په وهلو مخکې شو، افغانستان د دوهمې نیمايي په پیل کې په ۴۸مه دقیقه کې د همایون امین له‌خوا ګول ترسره کړ او لوبه بیا تر پایه مساوي مخته لاړه.

د افغان ټیم کپټان احمد رشید سروري تر لوبې وروسته په یوه پيغام کې چې د افغانستان فوټبال فدراسیون خپور کړی ویلي: "که څه هم موږ دمه نه وه کړې، خو بیا هم لوبغاړو ډېره خواري وکړه او د کوربه تاجکستان په وړاندې مو په یوه سخته سیالي کې مساوي نتیجه ترلاسه کړه. بیا هم ډېر خوښ یو."

افغان ځوانانو تر دې یوه ورځ مخکې د ترکمنستان ټیم ته دوه پر یو ماتې ورکړې وه.

په دې سره د افغانستان د شل کلنو فوټبال ټيم په څلورو نمرو د جدول په دویم ځای کې دی.

د افغانستان درېیمه لوبه به سبا چهارشنبه د کابل په وخت مازدیګر څلور نیمې بجې د ایران په وړاندې ترسره شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG