د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

والیبال؛ کام ایر لوبډلې بحرین هېواد ته ماتې ورکړه


کام ایر لوبډله د لوبې پرمهال
کام ایر لوبډله د لوبې پرمهال

د افغانستان د کام ایر د والیبال لوبډلې د اسیا اتلانو سیالیو په ترڅ کې بحرین هېواد ته ۳ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د والیبال دغه استازي کلب لومړی سیټ ۲۵ د ۱۸، دویم سیټ ۲۵د ۱۷ او وروستی سیټ ۲۵ د ۲۲ پر وړاندې وګاټه.

کام ایر لوبډله به اوس د دیارلسم مقام خپلولو په موخه د تایلینډ او یا هم هانګ کانګ له لوبډلو سره یوه بله سیالي هم ترسره کړي.

دا په روانو سیالیو کې د کام ایر لوبډلې دویمه بریا ده، نوموړې لوبډلې د می په ۱۹مه نېټه هانګ کانګ ته هم درې صفر ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG