د فوټبال د اتلانو په دویمې نیمه پایلوبې کې مانچسټر سیټي لوبډلې ۴ - ۰ ریل ماډریډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
دغه سیالي د چهارشنبې ماښام ناوخته د انګلستان د مانچسټر ښار په اتحاد لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې بیرناډو سیلوا دوه، مانوېل اکانجي او جولیان الواریز یو یو ګول وواهه.
مانچسټر سیټي لوبډله به په پایلوبه کې له انټر میلان لوبډلې سره سیالي وکړي.
انټر میلان لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ای سي میلان ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د را روانې جون میاشتې په لسمه نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.