د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

له شکايتونو وروسته، د طالبانو حکومت د خصوصي سکټور مالياتو برخه کې تخفيف اعلان کړ


ارشيف، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم دروازه چې د تجارتي مالونو صادراتي او وارداتي بندر دی
ارشيف، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم دروازه چې د تجارتي مالونو صادراتي او وارداتي بندر دی

په افغانستان کې د مالیاتو په برخه کې د خصوصي سکتور تر پرله‌پسې انتقادونو وروسته، د طالبانو حکومت وايي، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه یې مالیاتو کې تخفیف اعلان کړي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه یې په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د خصوصي سکتور استازو په وار وار د کمې ګټې او لوړو مالیاتو له امله شکایت کړی دی.

طالب چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دې اسانتیاو او په مالیاتو کې د تخفیف راوستو اعلان وکړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، دوی لومړی ستونزې مشخصې کړې او بیا یې د حل لار ور ته موندلې ده.

نوموړي وويل: "ستونزې مو وڅېړلې او وروسته مو حل‌لارې چې د ټولو لپاره یعنې د حکومت، ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د منلو وړ وې، مشخصې کړې او بیا مو امیرالمومنین ته وړاندیز کړې. له نېکه‌مرغه امیرالمومنین هغه څه چې موږ وړاندیز کړي وو، بې له کومې لاس‌وهنې ومنلې او را وایې ستولې."

د طالبانو د حکومت له‌خوا خصوصي سکټور ته د اسانتیاو رامنځ‌ته کولو او د مالیاتو په اعلان شویو تخفیفونو کې د خصوصي سکټور ربعواره انتفاعي مالیه له ۴ سلنې ۲ سلنې ته راټېټه شوې. کرنیز، صنعتي او سوداګریزو سکټورونو ته ۷ سلنه قرادادي موضوعي مالیه معاف شوې او ترڅنګ یې خصوصي پوهنتونونو، ښوونځیو او مدرسو ته د یوه کال لپاره ربعواره انتفاعي مالیه هم بښل شوې ده.

همدا ډول د تېلو او ګازو د پمپ سټېشونونو اړوند پخوانۍ بررسي معاف شوې، خو د نورو کلونو لپاره هر پمپ سټېشن مکلف ګرځول شوی چې په هر لیټر تېلو کې ۰،۶ سلنه ثابته مالیه د طالبانو حکومت ته ورکړي.

د طالبانو حکومت خصوصي سکټور ته د نویو اسانتیاو د رامنځ‌ته کولو په برخه کې ادعا کړې چې په هر زون کې د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د پاسپورټونو د وېش زمینه برابرېږي، د ویزو د اخيستو د ستونزې د حل په برخه کې به ورسره مرسته کېږي او په ټولو بندرونو کې به د اسان خدمت یا واحد چتر مرکزونه فعالوي.

خو د طالبانو حکومت سوداګر او صنعت‌کاران په دې هم مکلف کړي چې د سوداګرۍ تر جواز اخيستو مخکې به ۵سوه زره افغانۍ په بانکي اکاونټ کې د تضمین په شکل بلاک کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مهمند وايي، افغانستان په لوړې مالیې اخستو مخکې تګ نه‌شي کولای او په کار ده چې همکاري لا زیاته او ستونزې حل شي.

ښاغلی مومند وايي: "د صنعت او تجارت ترمنځ باید همکاري وکړو او داسې همکاري رامنځ‌ته کړو چې تجار باید داسې کار و نه‌کړي چې زموږ صنعت ته تاوان ورسوي او صنعت‌کاران داسې کار و نه‌کړي چې تجارت ته زیان ورسېږي."

د افغانستان سوداګرۍ خونې مشر دا هم وویل، اوس‌مهال سوداګر افغانستان ته د خپلې پانګې د انتقال په برخه کې ستونزو سره مخ دي.

هاخوا د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده له طالب چارواکو غواړي چې صنعت‌کارانو ته د خامو موادو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د مالیاتو د تخفیف او خصوصي سکټور ته د اسانتیاو د رامنځ‌ته کولو په اړه خبر ورکوي چې موده وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې یو شمېر صنعت‌کارانو او ترڅنګ یې یو شمېر هټۍ‌والو انتقاد وکړ چې په بېلابېلو نومونو ترې مالیه اخستل کېږي چې د دوی کار روزګار یې له سقوط سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG