د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

عبدالله المطيري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو


عبدالله المطيري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی
عبدالله المطيري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې، د کوېټ هېواد تبعه عبدالله المطیري یې د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی ټاکلی دی.

د یاد فدراسیون په وینا چې ښاغلی المطیري به ډېر ژر کابل ته د قرارداد لاس‌لیکولو په موخه سفر وکړي.

فوټبال فدراسیون زیاتوي: "ډېر ژر به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تمریني کمپ د غوره لوبغاړو د پېژندلو په موخه په کابل کې پیل شي."

دغه راز هغه افغان لوبغاړي چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي هم په دې تمریناتي کمپ کې به ګډون وکړي.

د ویلو ده چې فوټبال فدراسیون د افغانستان ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG