د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د هند د کرېکټ يو پخوانی لوبغاړی سليم درانی د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو


سليم درانی او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان
سليم درانی او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان

د سلیم دراني په نوم د هند د کرېکټ یو پخوانی ستوری د ۸۸ کلونو په عمر وفات شوی دی.

د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د سلیم دراني د مړینې خبر ورکړی دی.

سلیم درانی په خټه افغان او په کابل کې زېږېدلی و.

نوموړی د هند د کرېکټ الرونډر لوبغاړی پاتې شوی او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ کې يې په ۲۹ ټیسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړې وې.

هغه یوځل د ویست انډیز په وړاندې ۱۰۴ منډې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG