د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۷

فوټبال؛ د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان سیالان په ډاګه شول


د افغانستان د فوټبال فدراسيون لوګو
د افغانستان د فوټبال فدراسيون لوګو

د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالیو پچه اچونه بشپړه شوه چې، افغانستان به په ب ګروپ کې له قطر، ایران او سویلي کوریا سره سیالۍ کوي.

دغه پچه اچونه نن پنجشنبه ترسره شوه او په پلان کې ده چې، د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې له ۱۵ نېټې د جولای تر ۲یمې نیټې په تایلينډ هېواد کې ترسره شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس چې افغان لوبډله به خپلې ټولې ګروپي سیالۍ د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره کړي.

یاد فدراسیون له لوري خپرو شويو مالوماتو کې راغلي: "د دغو سیالیو ۴ غوره لوبډلې به د اسیا په کوربه‌توب د ۱۷ کلنو په نړیوال جام کې ګډون وکړای شي."

د ویلو ده چې په لومړي ځل د ۱۶ کلنو ځوانانو پر ځای د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ دا سیالۍ پيليږي.

XS
SM
MD
LG