د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

افغانستان له پاکستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله


افغان کرېکټ لوبډله د پاکستان پر وړاندې.
افغان کرېکټ لوبډله د پاکستان پر وړاندې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم په ۷ وېکټو ماتې ورکړې او په دې سره یې د ۳ سیالیو لومړنۍ دواړه لوبې وګټلې.

دویمه سیالي چې د مارچ په ۲۶مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان د پچې په ګټلو سره یو وار بیا توپوهنه ترسره کړه او ۱۳۰ منډې یې جوړې کړې.

په پاکستانيو توپوهونکو کې عماد وسیم نیمه سلیزه ووهله، هغه په ۶۴ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

دغه راز لوبډلمشر شاداب خان ۳۲ او محمدحارث ۱۵ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۲، نوین الحق، کریم جنت او راشد خان یوه ـ یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغانستان توپوهونکو د لوبې د وروستي اور په ۵م توپ هدف پوره کړ او په دې سره یې دا لوبلړۍ وګټله.

په افغان توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز ۴۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۸، محمدنبي او نجیب ځدراڼ بیا په ترتیب سره ۱۴ او ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په پاکستانیو توپ اچونکو کې زمان خان او احسان الله یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

د دې لوبې د اغېزناک لوبغاړي جایزه پاکستاني عماد وسیم وګټله، خو د لوبې غوره لوبغاړی بیا فضل حق فاروقي ونومول شو.

دا لومړی ځل دی چې دواړه هېوادونه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لوبوي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.

دواړه هېوادونه به د دې لوبلړۍ درېیمه سیالي نن(دوشنبه) ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG