د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د افغانستان کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډله نن درېيمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو لوبډله به نن خپله درېيمه سیالي له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

د افغان کرېکټ ادارې په کوربه‌توب په دې درې اړخیزو سیالیو کې له یادې لوبډلې سره دا د افغانستان دویمه سیالي ده.

بنګالۍ لوبډلې خپلې لومړنۍ دواړه لوبې افغانستان او سریلانکا ته بایللي دي، خو افغان لوبډلې بیا په لومړنیو دواړو سیالیو کې بریاوې ګټلې دي.

دغه سيالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

باید وویل شي، دغه سیالۍ چې د مارچ په ۱۸مه نېټه پیل شوي دي د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG