د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د افغانستان تر ۱۹کلونو کم‌عمره لوبډلې خپله دویمه سیالي له سریلانکا وګټله


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې سریلانکا لوبډلې ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۲ اورونو کې د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپوهونکو کې محمدهارون خان ۸۸، خالدتڼیوال ۴۵، کامران هوتک ۴۳ او سهیل خان ۳۴ منډې جوړې کړې.

د مېلمه لوبډلې له لوري راناټونګا او کلوپانا ښه توپ اچونه وکړه، دواړو په ترتیب سره ۴ او ۳ وېکټې واخیستې.

که څه هم د سریلانکا لوبډلې په پیل کې خپل څو توپوهونکي ژر له لاسه ورکړل، خو وروستیو توپوهونکو یې بیا هم په ۴۱ اورونو کې منډې ۲۳۶ ته ورسولې.

دوی ته راناټونګا په توپوهنه کې هم ښه لوبه وکړه او تر نورو زیاتې ۴۶ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره چټک توپ اچونکي یماعرب چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو ۴، خلیل احمد۳، او کامران هوتک ۲ وېکټې ترلاسه کړې.

دا په پرله‌پسې توګه د افغانستان کم‌عمره ځوانانو دویمه سیالي ده چې، په روانو درې اړخیزو سیالیو کې یې ګټي.

افغانستان به خپله درېيمه سیالۍ د مارچ په ۲۴مه نېټه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

باید وویل شي چې، دغه یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان کرېکټ ادارې په کوربه‌توب د مارچ په ۱۸مه نېټه پيل شوي دي چې، د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG