د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولیو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د بحرین هېواد پر وړاندې ترسره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس، دغه سیالي به نن پنجشنبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې په تایلینډ هېواد کې پیل شي.
افغان لوبډله دوه ورځې وړاندې د تایلینډ هېواد پتایا ښار ته رسېدلې او هلته یې تمرینات هم ترسره کړي دي.
تېره ورځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د افغانستان ساحلي فوټبال مشر روزونکي احسان شېرزاد په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل: "خوښ یو چې کلونه پس یو ځل بیا نړیوالې سیالۍ کوو، افغان لوبډله تر خپلو ټولو سیالانو پیاوړې ده او ډېرې ښې لوبې به ترسره کړو."
ښاغلي شېرزاد د خپلې لوبډې له تیاریو رضایت وښود او په دې لوبو کې یې د ډېرو ښو پایلو هیله څرګنده کړه.
افغان ساحلي فوټبال چې د دې سیالیو په الف ګروپ کې قرار لري خپلې دوه نورې لوبې به له سعودي عربستان او تایلینډ هېوادونو سره ترسره کړي.