د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې افغانستان ته د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانانو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ سیالۍ لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه چې، بنګله‌دېش د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.

دغه سیالي نن چهارشنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې چې، د بنګله‌دېش د منځنۍ کچې توپ وهونکو محمد صاحب او شیخ پروېز په ترتیب سره ۹۸ او ۴۸ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچونکو کې بیا هم یما عرب ۴، فریدون داودزي ۲، فرهاد عثماني، جاوېد پکتین او ناصر حسین یوه - یوه وېکټ واخیسته.

د افغانستان تر نولسو کلونو کم‌عمره ځوانانو ته سلیمان عربزي او لوبډلمشر نعمان اغا د توپ وهنې پیل کړی دی، چې عربزی تر ۴منډو وروسته سوځېدلی دی.

XS
SM
MD
LG