د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

کرېکټ؛ سبا د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانان دويمه يوه ورځنۍ لوبه کوي


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د افغانستان ملي نولس کلنه لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

افغان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې بنګله‌دېش ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړې وه.

دغه سیالي به د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیو څانګې مسول عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو ته وویل، دې سیالیو ته د روزونکي په توګه د پاکستان پخوانی لوبغاړی عمران فرحت چې اوس مهال د کرېکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز د توپوهنې روزونکی دی، هم واستول شو.

د ښاغلي پکتاني د معلوماتو پر اساس چې د عربي متحده اماراتو لوبیز سفر ته د افغانستان ملي نولس کلنې لوبډلې له اعلان شوې ۲۱ـ کسیزې لوبډلې لا هم درې تنه په کابل کې د ویزو نشتوالي له امله پاتې دي.

نوموړی وايي، ډېر ژر به د پاتې لوبغاړو د ویزو ستونزه هم حل شې او پاتې سیالیو ته به واستول شي.

د ویلو ده چې د افغانستان کرېکټ لوبغاړي اکثره وخت د اماراتو د ویزو له ستونزو سره مخ وي او افغان کرېکټ ادارې یې بار بار د حل ډاډ ورکړی.

XS
SM
MD
LG