د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

کرېکټ؛ بنګله‌دېش له انګلستان د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله


د بنګله‌دېش او انګلستان کرېکټ لوبه
د بنګله‌دېش او انګلستان کرېکټ لوبه

د بنګله‌دېش او انګلستان ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالي نن سه‌شنبه د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره شوه چې، کوربه لوبډلې په ۱۶ منډو وګټله.

په دې لوبه کې بنګله‌دېش لومړی توپ وهنه کړې وه او د ۱۵۹ منډو هدف یې ټاکلی و.

د بنګله‌دېش په توپ وهونکو کې لیټن ډاس ۷۳ او نجم الحسین شانټو ۴۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

انګلینډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر د ډیویډ ملان د نیمه سلیزې پر مټ ۱۴۲ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې درېیمه لوبه هم وبایلله.

د بنګله‌دېش لپاره تسکین احمد تر نورو زیاتې ۲ وېکټې واخیستې.

په دې لوبه کې لیټن ډاس د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او نجم الحسین شانټو چې په درې سیالیو کې ۱۴۴ منډې کړې وې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ او دویمه لوبه هم بنګله‌دېش ګټلې وه.

دا لومړی ځل و چې بنګله‌دېش د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې انګلینډ ته ماتې ورکوي.

د ویلو ده چې، تر دې لوبلړۍ وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له ۳ لوبو دوه انګلینډ او یوه هم بنګله‌دېش ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG