د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

کرېکټ؛ نن د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بنګله‌دېش سره سیالي کوي


د افغانستان او بنګله‌دېش ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو لوبه
د افغانستان او بنګله‌دېش ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو لوبه

د افغانستان او بنګله‌دېش کم عمره لوبډلې نن دوشنبه د دوو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې چې، دغه سیالي به د افغانستان پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ په ټولېرنس اوول لوبغالي کې پیل شي.

یاده اداره وایي، دا د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ده چې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې دویمه سیالي د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره شي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، د مارچ په ۱۸مه نېټه به د افغانستان په کوربه‌توب د بنګله‌دېش او سریلانکا له کم‌عمره لوبډلې سره درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شي.

د ویلو ده چې دې سیالیو ته افغان کرېکټ بورډ تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو تازه دمې ۲۱-کسیزه لوبډله لېږلې ده.

XS
SM
MD
LG