د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۴

بنګله‌دېش له انګلستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله


د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډله
د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډله

بنګله‌دېش په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې له ۳ سیالیو دوه وګټلې.

د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۲مه نېټه انګلستان په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۱۱۸ منډو هدف یې کېښود.

د دوی په توپ وهونکو کې بین ډکېټ تر نورو زیاتې ۲۸ منډې وکړې.

مهدي حسن میراز د انګلینډ ۴ لوبغاړي وسوځول.

بنګله‌دېش ورکړل شوی هدف د ۶ وېکټو په تاوان په ۱۹م اور کې پوره کړ او په دې سره یې لوبلړۍ وګټله.

د بنګال په توپ وهونکو کې بیا هم نجم الحسین شانټو ښه وځلېد او ۴۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

مهدي حسن چې د ۴ وېکټو اخيستلو ترڅنګ یې ۲۰ منډې هم کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ویلو ده چې دواړه هېوادونه به درېیمه شل اوریزه سیالي د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه کوي.

XS
SM
MD
LG