د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۱

بنګله دېش له انګلستان لومړۍ شل اوریزه سیالي وګټله


د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې انګلستان د ۳ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۶ ویکټو په توپیر خپل مېلمه ته وبایلله.

دغه سیالي چې د مارچ په نهمه نېټه ترسره شوه انګلستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۱۵۷ منډو هدف یې وټاکه.

د انګلستان لوبډلمشر جاس بټلر په دې سیالۍ کې ۶۷ او پیل سالټ بیا ۳۸ منډې وکړې.

د بنګله دېش د توپ اچونکو له ډلې حسن محمود ۲ ویکټې واخیستې.

بنګالۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ ویکټو په سوځېدو په ۱۸م اور کې پوره کړ.

دوی ته نجم الحسین شانټو ۵۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز لوبډلمشر شکیب الحسن بیا ۳۸ منډې جوړې کړې.

که څه هم په دې لوبه کې انګلستان ته ۷ توپ اچونکي و ازمایل شول، خو یو یې هم ښه ونه ځلېد.

دواړه لوبډلې به دویمه شل اوریزه سیالي د مارچ په ۱۲مه نېټه د بنګله دېش په میرپور ښار کې پیلوي.

د ویلو ده چې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ۲ـ۱ انګلستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG