د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

افغان کرېکټ بورډ 'د نولس کلنو ملي لوبډله' اعلان کړه


تر ۱۹ کلونو کم‌عمره، ملي نولس کلنه لوبډله
تر ۱۹ کلونو کم‌عمره، ملي نولس کلنه لوبډله

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو نوې ملي لوبډله اعلان کړه.

د چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه د کرېکټ بورډ غواروي کمېټې په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل، اعلان شوې ملي لوبډله به د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته له هېواده بهر واستول شي.

تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو په اعلان شوې لوبډله کې نعمان شاه لوبډلمشر، کامران هوتک مرستیال لوبډلمشر، سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد تڼیوال، وفي الله تره خېل، اکرم محمدزی، جمشید خان، علي احمد، ناصر حسن، فرهاد عثماني، جاوید پکتین، ګلزار خان، نصیر احمد، بشیر احمد، فریدون داودزی، نعمان مومند، یما عرب او خلیل احمد شامل دي.

په دې اړه د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزی وايي چې، تر څو پړاونو وروسته یې هغه لوبغاړي چې په تمریناتي کمپونو کې تر نورو لوبغاړو ښه ولوبېدل هماغه یې غوره کړي دي.

ښاغلی ملکزی زیاتوي: "موږ لومړی په خوست کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړ، چې ۱۰۷ تنه لوبغاړو په‌کې ګډون درلود. دوی په خوست کې ۱۵ لوبې وکړې چې په پای کې یې ۳۰ تنه لوبغاړي د ننګرهار تمریناتي او روزنیز کمپ ته غوره شول. په دغه کمپ کې هم لوبغاړو له دیوې اوونۍ هر اړخیزو تمریناتو وروسته یوه دوه ورځنۍ او ۶ یو ورځنۍ لوبې وکړې چې بیا ترې راتلونکو درې اړخیزو سیالیو ته ۲۱ لوبغاړي غوره شول."

ټاکل شوې چې، د افغانستان نوې نولس کلنه لوبډله به په دوه ورځو کې عربي متحده اماراتو ته لاړه شي او هلته به د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه لومړی له بنګله‌دېش سره څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او بیا به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله‌دېش او سریلانکا له لوبډلو سره درې اړخیزې سیالۍ وکړي.

دغه راز کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې اپریل میاشتې په لومړۍ او درېیمه نېټه یې له سریلانکا سره دوه یو ورځنۍ لوبې هم پلان کړي دي.

د ویلو ده چې د دې سیالیو کوربه‌توب افغان کرېکټ بورډ کوي.

XS
SM
MD
LG