د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

اوغلو د اردوغان پر وړاندې د اصلي انتخاباتي کاندید په توګه غوره شو


کمال قلیچدار اوغلو
کمال قلیچدار اوغلو

د ترکیې د اپوزیسیون ګوندونو پرون کمال قلیچدار اوغلو د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې د اصلي انتخاباتي کاندید په توګه غوره کړ.

د ترکیې د اپوزیسیون مشر کمال قلیچدار اوغلو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې د اصلي سیال په توګه د مبارزې ډګر ته راووت.

د اپوزیسیون شپږو ګوندونو پرون ۷۴ کلن قلیچدار اوغلو د مې په ۱۴مه نېټه په پلان شویو انتخاباتو کې د خپل کاندید په توګه غوره کړ.

نوموړی د خلکو د جمهوریپال ګوند مشر دی چې ترکیې دوهم لوی ګوند شمېرل کېږي.

قلیچدار اوغلو په دې هدف د سیالۍ ډګر ته راوتلی دی چې د اردوغان شل کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي که څه هم د اردوغان په واکمنۍ کې د ناټو غړې ترکیه چې د بازار د اقتصاد یو لوی قدرت دی ډېره بدله شوه.

قلیچدار اوغلو په پلازمېنه انقره کې د خپلو شاوخوا دوه زره پلویان غونډې ته په وینا کې وویل چې دوی سوله غواړي او هدف یې دا دی چې ترکیه د سوکالۍ، سولې او نېکمرغۍ پر لور بوځي.

ده زیاته کړه چې د سلامشورو او عمومي اجماع له لارې به حکومتولۍ وکړي.

رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

نظرپوښتنې ښيي چې د جمهوري ریاست او پارلمان لپاره د انتخاباتو نتایج ښايي ډېر سره نږدې وي که څه هم د اپوزیسیون بلاک تر واکمنو څخه یوڅه ناڅه مخکې دی.

په اپوزیسیون کې شاملو ګوندونو ژمنه کړې چې د اقتصاد، مدني آزادیو او بهرنیو چارو په برخو کې د ښاغلي اردوغان ډېرې پالیسۍ به بدلې کړي.

دې انتخاباتو ته د ترکیې د تېرې یوې پېړۍ د تاریخ د ترټولو مهمو انتخاباتو په سترګه کتل کېږي.

قلیچدار اوغلو ته چې پخوانی دولتي مامور دی د وروستیو څو کلونو له اقتصادي بحران، زیاتېدونکي انفلاسیون او همداراز د دې هېواد په جنوب کې له وروستۍ مرګونې زلزلې څخه چې له ۴۶ زرو زیات خلک یې ووژل د ځان په ګټه د کار اخیستو ښه فرصت په لاس ورغلی.

چارواکي زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د نیمګړتیاوو له کبله تر سخت انتقاد لاندې راغلل، خو ځینې څارونکي شک لري چې قلیچدار اوغلو به چې د فساد ضد مبارزې د شعارونو په مرسته یې د پرمختګ پړاوونه ووهل، اردوغان ته ماتې ورکړی شي ځکه اردوغان هغه رهبر دی چې د اوږدې مودې لپاره ولسمشر پاتې شوی او ترڅنګ یې په انتخاباتي کمپاینونو کې د پراخې تجربې په مرسته تردې دمه له لسو په زیاتو انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG