د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په خپل هېواد کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا نه بخښل کېدونکی جنایت وباله او ژمنه یې وکړه چې عاملانو ته به یې سخته سزا ورکړل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنیو د خامنه يي له قوله نن دوشنبه وویل: "چارواکي باید د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو مسئله په جدي ډول تعقیب کړي."
که څه هم له شاوخوا دوو میاشتو د ایران د نجونو په ښوونځیو دا بریدونه دوام لري، خو حکومت وايي چې، لا یې د اصلي عاملینو په نیولو نهدي بریالي شوي.
د دې ډول پېښو په دوام کې نن دوشنبه هم په لسګونو ښوونځیو کې زهرجن ګازونه شیندل شوي دي.
تر نن غرمې پورې د اندیمشک، کیش، شوش، ګچساران، یزد، سلماس، دورود، لارستان، میانه، تهران، نیشابور او ګڼو نورو ښارونو په ښوونځیو کې بې شمېره نجونې زده کوونکې مسمومې شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.
راپورونه وايي چې دا ډول حملې نن کوچنیو ښارونو او کلیو ته هم خپرې شوي دي.
همداراز د مسمومیت پېښې د هلکانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته هم غځېدلې دي.
د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو یو ژورنالیست چې د قم له ښاره یې د مسمومیت د پېښو راپورونو ورکړي وو، نیولی دی.
ایراني چارواکي عموماً هغه کسان چې نیسي کورنیو او خپلوانو ته یې خبر نه ورکوي او ډېر ځلي یې خپلوان په اوونیو د خپل عزیز له حاله خبر نه وي.
وېره یې شته چې د دغو زهرجنو ګازونو د بریدونو د دوام له امله به نجونې ښوونځیو ته له تګه ډده وکړي.
د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور لهمخې د تهران په جنوب کې د یوه ښوونځي له شپږو سوو نجونو زده کوونکو د یکشنبې په ورځ یوازې لس نجونې ښوونځي ته تللې وې.