د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

فوټبال؛ لېورپول د مانچسټر یونایټیډ پر پیاوړې لوبډلې ۷ ګولونه ووهل


لېورپول د مانچسټر یونایټیډ پر پیاوړې لوبډلې ۷ ګولونه ووهل
لېورپول د مانچسټر یونایټیډ پر پیاوړې لوبډلې ۷ ګولونه ووهل

د انګلستان فوټبال پریمیر لیګ په یوې سیالۍ کې د لېورپول فوټبال کلب مانچسټر یونایټیډ ته ۷-۰ ماتې ورکړه.

دغه سیالي د مارچ په ۵مه نېټه د شپې ناوخته د لېورپول ښار په انفیلډ لوبغالي کې ترسره شوه.

لېورپول لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې یوازې یو ګول و، خو د لوبې په پاتې ۴۵ دقیقو کې یې ۶ ګول ووهل.

په دې سیالۍ کې د لېورپول لپاره محمدصلاح، کودي ګاکپو او ډاروین نونیاز دوه - دوه او روبېرټو فیرمیانو یو ګول وواهه.

د مانچسټر یونایټیډ لوبډله د لوبې ترپایه په ګول وهلو بریالۍ نه‌شوه.

لېورپول لوبډلې د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې پنځم مقام ونیو او مانچسټریونایټیډ ببا تر ارسنال او مانچسټر سیټيوروسته په درېیم مقام کې قرار لري.

XS
SM
MD
LG