د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

افغان رزمي لوبغاړي فريد بشارت خپل امريکايي سيال ته ماتې ورکړه


فرید بشارت
فرید بشارت

د افغانستان یوه رزمي لوبغاړي فریدبشارت په یو اف سي سازمان کې خپل امریکایي سیال مات کړ.

دا په یو اف سي معتبره سازمان کې د فرید بشارت لومړۍ لوبه وه.

د بشارت او دامون بلکشیر لوبه د یو اف سي ۲۸۵ دورې په لړ کې بېګا د امریکا په لاس ویګاس ښار کې وشوه.

بشارت په دریو رونډونو کې د نمرو په توپیر امریکایی لوبغاړی دامون بلکشیر ته ماتې ورکړه.

بشارت تر دې دمه لس لوبې کړي چې ټولې یې ګټلي.

په فریدبشارت سربېره د هغه ورور جاوید بشارت هم څو واره په یو اف سي کې لوبېدلی او تر دې دمه یې په ۱۴ لوبو کې هېڅ ماته نه ده خوړلې.

یو اف سي د نړۍ په کچه د ګډو رزمي لوبو معتبره او لومړی درجه سازمان بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG