د هند په ایندور ښار کې د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شوې ټیسټ سیالي په درېیمه ورځ پایلې ته ورسېده چې، اسټرالیا خپل کوربه ته په ۹وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د ټیسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د لوبې لومړۍ پاڼۍ هند لوبولې وه چې، ۱۰۹ منډې یې کړې وې.
په دې پاڼۍ کې د اسټرالیا دوه ورو/ سپینرانو متیو کونېمن او نتن لاین د هند ۸ لوبغاړي وسوځول.
اسټرالیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې تر ۱۹۷ منډو ورسېده چې مخکښ توپ وهونکی یې عثمان خواجه و، ۶۰ منډې یې کړې وې.
د هند لپاره جدیجا۴, اشوین او امېش یادو ۳- ۳ وېکټې وسوځولې.
هندي توپ وهونکي په دویمه پاڼۍ کې هم ښه ونه لوبېدل، دوی د پوجارا د ۵۹ منډو پر مټ ۱۶۳ وکړې.
هند چې له لومړۍ پاڼۍ هم قرضداره و، د ۷۶ منډو هدف یې وټاکه.
په دې پاڼۍ کې اسټرالیا ته نتن لاین ۸ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په درېیمه ورځ اسټرالیا د ۱ وېکټې په تاوان هدف پوره کړ او په ۹ وېکټو یې هند ته ماتې ورکړه.
نتن لاین چې په دواړو پاڼیو کې ۱۱ وېکټې اخستې وې د لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.
د دې لوبلړۍ لومړنۍ دوه لوبې هند ګټلې دي او وروستۍ لوبه به یې د مارچ په ۹مه نېټه په احمداباد ښار کې ترسره شي.
د ویلو ده چې اسټرالیا د ټیسټ اتلولۍ/ چمپین شيپ د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري، یادې لوبډلې په ۱۸ سیالیو کې ۱۲ ګټلې دي چې ۱۴۸ پواینټونه لري.
هند بیا په اسټرالیا پسې په دویم مقام کې دی چې، د لس لوبو په ګټلو سره ۱۲۳ پواینټونه لري.