د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

افغان سوک‌ وهونکی محمد ذکريا زماني د اسيا د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري


يو افغان سوک وهونکی، ارشيف
يو افغان سوک وهونکی، ارشيف

افغان سوک وهونکی/بوکسر محمد ذکریا زماني د اسیا د WBA د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري.

دی به سبا سهار د WBA له اوسني اتل تیرا کرام سره مخ شي چې د ټایلند په کچه لومړی او په نړۍ کې ۷۷يم ځای لري.

ټایلندی لوبغاړی ۴۶ بریاوې او یوه ماته لري.

افغان سوک وهونکی بیا پنځه بریاوې او یوه ماته لري چې، هغه یې له خپل اوسني سیاله په مخکینیو سیالیو کې لیدلې وه.

XS
SM
MD
LG