د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري په بېلابېلو کټګوریو کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نارینه او ښځینه لوبغاړو جایزې ووېشل شوې چې لېونل میسي په کې د کال د غوره فوټبالر جایزه وګټله.
له میسي سره د دې جایزې لپاره د کریم بینزیما او ګیلیان اېمباپې په څېر نور مشهور لوبغاړي هم نوماندان وو.
د دوشنبې شپه ناوخته د فبرورۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د فیفا په کوربتوب غوره لوبغاړو او روزونکو ته دجایزو د ورکړې ترڅنګ په ځینو نورو برخو کې هم جایزې ووېشل شوې.
په دې جایزو کې د کال د غوره نارینه فوټبالر جایزه ارجنټایني لېونل میسي او د ښځینه فوټبالرې جایزه هسپانوۍ الیکسیا پوټیلس وګټله.
میسي په ۲۰۱۹ کال کې هم دا جایزه ګټلې وه.
دغه راز د غوره ګول ساتونکي جایزه هم د ارجنټاین هېواد لوبغاړي ایمیلیانو مارټینز او د ښځینه ګول کیپرې اېوارډ بیا انګلستانۍ مريارپس ته ورکړل شوه.
همدارنګه په دې جایزو کې غوره روزونکو ته هم جایزې ورکړل شوې، د ارجنټاین هېواد اوسېدونکي لېونل سکولوني د نارینو او انګلستانۍسرینا وېګمن د ښځینو په برخه کې جایزې وګټلې.
د لوبو د اصولو د مراعتونکي لوبغاړي په توګه بیا د جورجیا لوبغاړي لوکا لوکوشویلي ته جایزه ورکړل شوه.
د دې جایزو وروستۍ هغه د ښو مینه والو لپاره وه چې هغه هم د ارجنټاین هېواد د فوټبال مینه والو وګټله.
د ارجنټاین هېواد د ۲۰۲۲ کال فیفا نړیوال جام هم وګاټه.
د ویلو ده چې د فوټبال د غوره لوبغاړو او روزونکو جایزې د مینوالو د رایو پر اساس ورکول کېږي.