د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۰

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې مالیزیا هېواد ته هم ماتې ورکړه


د افغانستان واليبال ملي لوبډلې لوبغاړی
د افغانستان واليبال ملي لوبډلې لوبغاړی

د مالديپ د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې خپله پرله‌پسې دویمه لوبه هم وګټله او دا ځل یې مالیزیا ته (۳ـ۱) ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه افغان لوبډلې له پنځو میدانونو څخه درې او مالیزیا بیا یو میدان وګاټه.

د والیبال دغه سیالۍ د څلورو ملتونو جام په نوم د افغانستان، سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ترمنځ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د سینګاپور پر وړاندې هم (۳ـ۱) بری ترلاسه کړی و.

د ویلو ده چې، افغان لوبډله به خپله وروستۍ لوبه له مالدیپ هېواد سره ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG