د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۲

رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې لومړنۍ نیمه سلیزه ووهله


رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ په سیالیو کې لومړنۍ نیمه سلیزه ووهله

د افغانستان پیلیز او بریدګر توپ وهونکي رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ په ۱۲مه لوبه کې د پېښور زلمو پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله او د اغېزناک لوبغاړي جایزه یې وګټله.

د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۳مه د پي ایس ایل سیالیو په لړ کې اسلام اباد یونایټیډ د ۶ وېکټو په توپیر پېښور زلمو ته ماتې ورکړه.

زلمو په خپله پاڼۍ کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه، دوی ته لوبډلمشر بابراعظم ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

یونایټیډ ورکړل شوی هدف په ۱۵ اور کې د ۴ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ.

د اسلام اباد په توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز تر نورو ښه وځلېد، هغه په ۳۱ توپونو د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۶۲ چټکې منډې وکړې.

دا په سږني پي ایس ایل سیالیو کې د ګربز لومړنۍ لوبه وه.

هغه په لومړي ځل وتوانېد چې په دې لیګ کې نیمه سلیزه ووهي.

د ویلو ده چې تر دې دمه په پي ایس ایل سیالیو کې دوه نورو افغان لوبغاړو راشدخان او قیس احمد هم لوبې کړې دي.

XS
SM
MD
LG