د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۰

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې سینګاپور ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال لوبډله، ارشيف
د افغانستان واليبال لوبډله، ارشيف

د مالديپ هېواد په کوربه‌توپ د څلورو هېوادونو ترمنځ په پیل شویو سیالیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې وکړای شول چې (۳ـ۱) سینګارپور هېواد ته ماتې ورکړي.

دغه سیالي چې، نن د فبرورۍ ۲۳مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې اول، دویم او څلور میدان وګاټه او سینګاپور یوازې په درېیم میدان کې بریا وګټله.

د والیبال په دې سیالیو کې چې د څلورو ملتونو جام په نوم نومول شوي دي، پر افغانستان سربېره سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ګډون لري.

د ویلو ده چې افغانستان به خپلې راتلونکې لوبې له مالیزیا او مالدیپ سره ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG