د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د والیبال سیالیو لپاره مالدیپ هېواد ته رسېدلې ده.
د والیبال فدراسیون د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۱مه په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې ملي لوبډله به په مالدیپ کې د څلورو هېوادونوترمنځ په را روانو سیالیو کې برخه واخلي.
دغه سیالۍ چې د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه پیلیږي د همدې میاشتې تر ۲۷مې نیټې پورې به د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شي.
په دې لوبو کې د افغانستان ترڅنګ، مالدیپ، سېنګاپور او د مالیزیا هېوادونه هم برخه لري.
د مالدیپ هېواد د والیبال فدراسیون په خپلې فېسبوک پاڼې دا سیالۍ د ۴ ملتونو د جام په نوم نومولي دي.
د ویلو ده چې والیبال په افغانستان کې ډېره مخینه لري، خو په نړیواله کچه یې لاسته راوړنې د پام وړ نه دي.
د دې لوبې مینوال انتقادکوي چې حکومت او اړوند سپورټي ارګانونو د والیبال ودې ته سمه پاملرنه نه کوي.