د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د افغانستان او اماراتو کرکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ شل اوره سیالي روانه ده


د افغان کرکټ لوبغاړي
د افغان کرکټ لوبغاړي

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یا وروستۍ شل اوره سیالي روانه ده.

پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی باولېنګ يا توپ اچونه وکړي.

د دې لړۍ، چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په ابوظهبي کې کېږي، لومړۍ مسابقه افغانستان او دويمه متحده عربي اماراتو ګټلې ده.

نننۍ مسابقه د دې درو شل اوره سیالیو د لړۍ ګټونکي معلوموي.

له ۲۰۱۶ م کال راهیسې د دوو هېوادونو لوبډلو په خپل منځ کې ټولټال ۵ مسابقې کړي چې تراوسه یوه متحده عربي اماراتو او ۴ نور افغانستان ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG