د ښځو کرکټ په نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر د پاکستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
پاکستان چې لومړۍ توپ وهنه یې کړې وه په شلو اورونو کې یې د ۱۵۰ منډو هدف ټاکلی و.
هند ورکړل شوی هدف په ۱۹ اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ.
په دې سیالۍ کې د پاکستان لوبډلمشرې بېسما معروف ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د هند په ګټه بیا جېمېما رودرېکس ۵۳ او ریکا ګوش ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله.
د هندوستان په توپ اچونکو کې رادا یادو او د پاکستان په توپ اچونکو کې نشرا سندو دوه دوه وېکټې واخیستې.
هندۍ جېمېما د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه.
د یادونې ده چې په سویلي افریقا کې د لسو هېوادونو ترمنځ د شلو اورونو نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ میاشتې په لسمه نېټه پیل شوي دي.