د سعودي عربستان د فوټبال په «پرو لیګ» سیالیو کې پرتګالي لوبغاړي کرسټیانو رونالډو د الوحدت لوبډلې پر وړاندې څلور ګولونه ترسره کړل.
رونالډو چې النصر لوبډلې ته لوبيږي، د پنجشنبې په شپه(د فبرورۍ ۹مه) د سعودي د مکې ښار د پاچا عبدالعزیز په لوبغالي کې الوحدت لوبډلې ته ۴ـ۰ ماتې ورکړه.
نوموړي د لوبې په یویشتمه، څلوېښتمه، دري پنځوسمه او یو شپېتمه دقیقه کې ګولونه ووهل.
تر دې وړاندې رونالډو د النصر لوبډلې لپاره په درې لوبو کې یوازې یو ګول وهلی و.
کریسټیانو رونالډو چې د نړۍ په کچه په سوداګریزو لیګونو کې په لوړ قیمت اخستل شوی لوبغاړی دی، د دې ۴ ګولونو په وهلو سره یې په لیګ سیالیو کې ۵۰۰ ګولونه هم پوره شول.
دغه ۳۸ کلن لوبغاړی تر ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل په یوه لوبه کې د څلورو ګلونو په وهلو بریالی شو.
د یادونې وړ ده چې په پرو لیګ سیالیو کې د النصر لوبډله تر دې دمه د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري.