د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۰

د پاريس ښارواله: هيله ده د المپيک لوبو کې روسي هيئت ګډون ونه‌کړي


ارشيف
ارشيف

د پاریس ښارواله وايي، دوی نه‌غواړي چې د ۲۰۲۴م کال د دوبي په المپیک لوبو کې د روسي هیئت د ګډون شاهدان وي.

ان هیدالګو پرون د المپیک نړیوالې کمېټې وروستۍ اعلامیې ته په عکس العمل کې ویلي: "البته هیله مې دا ده چې روسي هیئت حضور ونه‌لري. تاسې ښه پوهېږئ، تر هغو چې په اوکراین کې د روسیې جګړه او یرغل روان وي، تصور نه‌شو کولی چې روسي ورزشکاران دې په پرېډ کې برخه واخلي، چې ګواکې هېڅ نه دي پېښ شوي، له یوې خوا دې پر اوکراین بمونه اوري او روسي هیئت دې په پاریس کې پرېډ کې برخه واخلي."

د المپیک نړیوالې کمېټې په وروستیو کې اعلان کړی، چې روسي او بېلاروسي ورزشکاران د بې‌طرفۍ په ساتلو سره کولی شي د ۲۰۲۴م کال د دوبي د المپیک سیالیو کې چې په پاریس کې کېږي، برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG