د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

د اسټرالیا د شل اوریزو لوبډلمشر له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ


ایرون فينچ
ایرون فينچ

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د شلو اورونو لوبډلمشر ایرون فينچ له نړیوال کرکټ لاس په سر شو.

فينچ د کرکټ په ټولو فارمټونو کې د اسټرالیا لپاره ۲۵۴ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې.

هغه په ۵ ټېسټ، ۱۴۶ یو ورځنیو او ۱۰۳ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ولوبېده.

اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې د ایرون فینچ په لوبډلمشرۍ د شل اوریزو سیالیو لومړنی نړیوال جام ګټلی و.

نوموړی په نړیواله کچه یوازینی لوبغاړی و چې د یوه هېواد لپاره په ۷۶ نړیوالو سیالیو کې لوبډلمشري کوي.

هغه د اسټرالیا په میلبرن کرکټ لوبغالي کې رسنیو ته ویلي دي: "په دې وپوهېدم چې د شل اوریزو سیالیو په راروان نړیوال جام کې چې په ۲۰۲۴ کال کې به ترسره شي، ونه لوبېږم، نو په همدې خاطر غواړم نړیوال کرکټ پرېږدم څو لوبډله راروان جام ته خپل پلان چمتو کړي."

ایرون فینچ په ۲۰۱۱ کال د انګلنډ پر وړاندې لومړنۍ نړیواله شل اوریزه سیالي ترسره کړه چې ټولټال یې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ۸۸۰۴ منډې وکړې.

هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۱۷ او په شل اوریزو سیالیو کې دوه سلیزې وهلي دي.

فینچ د شل اوریزو سیالیو په یوه پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې کړې وې چې دا نړیوال ریکارډ یوازې د هغه په نوم ثبت دی.

د یادونې ده چې ۳۶ کلن فینچ ۱۲ کاله په نړیوال کرکټ کې ولوبېده.

XS
SM
MD
LG