د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۲

بنګله‌دېش غوره لیګ؛ کریم جنت په هره لوبه کې ښه ځلېدلی


ارشي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم جنت د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې تر دې دمه ښې لوبې کړي دي.

ښاغلی جنت چې د الراونډر په توګه لوبیږي، په توپ اچونه او توپ وهنه کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبېدلی دی.

نوموړی چې د فارټن باریشال لوبډلې غړی دی، نن(د فبرورۍ ۳مه) د خولنا ټایګرز لوبډلې پر وړاندې ۱۶ منډې وکړې او ۴ وېکټې یې ترلاسه کړې.

کریم جنت تر دې دمه په یاد لیګ کې ۱۰ لوبې ترسره کړي دي چې ټولټال یې ۱۳۹ منډې کړي دي او ۱۰ وېکټې یې اخستي دي.

هغه تر ډېره د لوبې په وروستیو شېبو کې توپ وهنې ته راځي او تر ډېره یې د خپلې لوبډلې ملا ورتړلې ده.

د دوی لوبډله اوس مهال د نومرو په جدول کې دویم ځای لري.

د یادونې وړ ده چې د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې نور افغان لوبغاړي عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزی هم ښه لوبېدلي دي.

XS
SM
MD
LG