د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د افغانستان د کورني کرکټ لومړی ټورنمنټ پیل شو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د ۳۱ ولایتونو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان په نوم دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې.

کرکټ بورډ ویلي چې په لومړي پړاو کې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې په درې ګروپونو کې په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې سیالۍ کوي.

د دې سیالیو په لړ کې د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار ب او میدان وردګو لوبډلو سیالي وکړه او ننګرهار ب لوبډلې وګټله.

په دې سیالۍ کې د ننګرهار ب لپاره عابدمحمدي او حزب الله دراني سلیزې جوړې کړې.

په خوست ولایت کې بیا دوه لوبې ترسره شوې چې خوست الف لوبډلې بغلان ته ماتې ورکړه او لوګر د کابل ب لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

دغه راز په کندهار کې بیا نورستان له سمنګانو لوبه وګټله.

په دې سیالیو کې د لوګر لوبغاړي سیدمحمد نیازي ۵ لوبغاړي او د نورستان لوبغاړي نصیر خان ۶ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG