د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د بنګله دېش او دوبۍ په لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې


افغان کرېکټ ملي لوبغاړي
افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

د سې شنبې په ورځ( د جنورۍ ۳۱مه) د بنګله دېش او عربي متحده اماراتو په سوداګریزو ليګونو کې ۷ افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېدل.

د بنګله دېش په غوره لیګ کې عثمان غني او حمزه هوتک د ډهاکې ډومېنېټورز لوبډلې ته لوبه وکړه.

حمزه په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

عثمان غني چې د لوبې په وروستۍ شېبه کې راووت یوازې ۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او لوبه یې وګټله.

په همدې سیالۍ کې کریم جنت د فارټن باریشال لپاره ولوبېد، هغه په توپ وهنه کې په ۵ توپونو ۱۹ چټکې منډې وکړې او یوه وېکټه یې هم واخیسته.

بل لور ته د عربي متحده اماراتو په نړیوال لیګ کې ۴ افغان لوبغاړي محمدنبي، نوین الحق، نوراحمد او رحمن الله ګربز په شارجه واریرز لوبډله کې ولوبېدل.

دغه لوبه چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې وګټله یوازې نور احمد په کې ښه وځلېد.

هغه په ۴ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او په توپوهنه کې یې۲۳ منډې جوړې کړې.

محمد نبي بیا یوه وېکټ واخیسته او په توپ وهنه کې یې یوه منډه وکړه.

ګربز هم په یوه منډه وسوځېد او نوین الحق بیا ونه توانېد چې کومه وېکټ ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې اوس مهال د بنګله دېش، عربي متحده اماراتو او سویلي افریقا په لیګونو کې نږدې شل افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبیږي.

XS
SM
MD
LG