د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۱

عبدالکریم بدخشي په ازادو سیالیو کې خپل اذربایجاني سیال ته ماتې ورکړه


د عکس چپ لور ته عبدالکریم بدخشي او ښي لور ته د هغه اذربایجاني سیال عمر رضایوف

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي تېره شپه د جنورۍ ۳۰مه خپل اذربایجاني سیال عمر رضایوف ته ماتې ورکړه.

دا سیالي چې د ACA په نړیوال سازمان کې ترسره شوه، بدخشي وکړای شول چې خپل سیال ناک اوټ کړي.

دا د یاد سازمان د ازادو مبارزو دوه دېرشمه دوره ده چې د افغانستان پر یو لوبغاړي سربېره په کې د روسیې، اذربایجان، قرغزستان اوازبکستان لوبغاړي برخه لري.

د دې سیالیو په جریان کې به ټولټال ۴۸ سیالۍ ترسره شي.

دا په ازادو سیالیو کې د ښاغلي بدخشي شپږمه بریا وه، چې خپل غښتلی سیال یې په ډېر قوت سره مات کړ.

بدخشي د ACA په سازمان کې په لومړي ځل ولوبېده، نوموړي تر دې مخکې په MMA سازمان کې لوبې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې سازمان کې د افغانستان په استازولۍ بازمحمد مبارز، احمدولي هوتک، عبدالعظیم بدخشي، او واحدالله نژندهم سیالۍ ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG