د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۰

عثمان غني د بنګله‌دېش په غوره لیګ کې ښه ځلېدلی

عثمان غني
عثمان غني

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي عثمان غني د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې ۷۳ ناسوځېدلې منډې کړي دي.

ښاغلي غني چې په درېیم نمبر توپ وهنه پیل کړې د ۵۵ توپونو په لوبولو سره یې د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۷۳ منډې جوړې کړي دي.

دا د بنګله‌دېش په روان لیګ د نوموړي لومړنۍ نیمه سلیزه ده.

هغه تر دې دمه په ۸ لوبو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عثمان غني د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د افغانستان په اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله کې نه‌دی اخستل شوی.

همدارنګه په نننۍ لوبه کې بل افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي بیا ۲ لوبغاړي سوځولي دي.

ښاغلي عمرزي په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړي دي.

د یادونې وړ ده چې د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې تر دې دمه د سیلهت سټرایکرز لوبډله مخکښه ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG