د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې


عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې
عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان الراونډر عظمت الله عمرزي د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې په خپلې عالي توپ اچونې سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

ښاغلی عمرزی چې له رنګپور رایډرز لوبډلې لوبیږي په ۴ اورونو کې یې د پیاوړې لوبډلې(سیلهت سټرایکرز) ۳ لوبغاړي سوځولي دي او ۱۷ منډې یې ورکړي.

نوموړي وکړای شول چې د ټام مور، توحید او مشفق الرحیم مهمې ویکټې د لوبې په پیل کې ترلاسه کړي.

د عمرزي تر ښې توپ اچونې وروسته د سټرایکرز لوبډلې یوازې ۹۳ منډو هدف وټاکله چې رایډرز لوبډلې د ۴ ویکټو په لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ.

عظمت الله عمرزي په دې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

XS
SM
MD
LG