د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

نیپال کې د الوتکې لوېدو پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۸ ته رسېدلی


ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېدلي څو ممکنه ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.
ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېدلي څو ممکنه ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.

په نیپال کې چارواکو تایید کړې چې د یوې مسافروړونکې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی.

تازه شمېرې د فرانسې خبري اژانس د نیپال د هوايي چلند د ادارې د چارواکو په حواله راپور کړي.

په دې دوه ماشینه الوتکه کې چې له کتمندو د نیپال لوېدیځ پوخارا ته روانه وه ۷۲ سورلۍ وې.

د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې د یکشنبې په ورځ په ټویټر کې اعلان وکړ چې الوتکه د پوخارا هوايي ډګر ته نږدې د سیټي سیند په غاړه لوېدلې.

الوتکې تر لوېدو وروسته اور اخیستی و.

ژغورونکو ویلي همدې چارې د دوی هڅې له خنډ سره مخ کړې.

وروسته په ویډیوګانو کې ښکاره شوه چې ژغورونکو د خلکو مړي په رسیو کې پورته کش کول.

ځینې جسدونه ډېر سوځېدلي وو.

سمدستي څرګنده نه ده چې د الوتکې د لوېدو لامل څه و.

که څه هم د نیپال هوايي چلند په دې وروستیو کلونو کې وده کړې، خو لا هم د عملې د ناکافي روزنې او د وسایلو د ساتنې په برخه کې کمزوري هغه عوامل دي چې د نیپال په هوايي شرکتونو ډېر حساب نه کېږي.

الوتکه د یوه سیند په غاړه لوېدلې او اور یې اخیستی دی.
الوتکه د یوه سیند په غاړه لوېدلې او اور یې اخیستی دی.

اروپایی ټولنې د خوندیتوب د نشتوالی په سبب د نیپال ټولې الوتکې له خپل فضایي حریم څخه منع کړې دي.

نیپال چې د هیمالیا د دنګو غرونو په لمن کې پروت وړوکی هېواد دی د نړیوالو ګرځندویانو او غرختونکو یو اصلي مقصد دی خو تر دې مخکې هم ګڼې خونړۍ هوایي پېښې په کې شوي دي.

د نیپال دا دنګ غرونه او د هوایي ډګرونو موقعیتونه د پیلوټانو خورا مهارت ته اړتیا لري چې اکثر وخت ننګونې ورته جوړوي.

د ۲۰۲۲ کال په می کې، د نیپالي ایرلاین تارا ایر الوتکه کې سپاره ټول ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې، د یو ایس بنګله ایرلاینز یوه الوتکه د کتمندو د بدنامه ستونزمن نړیوال هوایی ډګر سره نږدې نسکوره شوه، چې ۵۱ کسان یې ووژل.

تر ټولو خونړۍ پېښه بیا په ۱۹۹۲ کال کې شوې وه چې د پاکستان نړیوال هوايي شرکت پي ای اې یوه الوتکه کتمندو ته په لار ولوېده او ټول ۱۶۷ سورلۍ یې ووژل شوه.

په هماغه کال دوه میاشتې مخکې له دې پېښې یوه بله الوتکه هم چې د تایلند هوايي شرکت وه کتمندو سره ولوېده او ۱۱۳ کسان په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG