د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۶

نیوزيلنډ له پاکستان د کرکټ دويمه يوه ورځنۍ لوبه وګټله

د پاکستان او نيوزیلنډ د لوبې انځور
د پاکستان او نيوزیلنډ د لوبې انځور

د کوربه پاکستان او نیوزيلنډ ترمنځ د کراچۍ په نېشنل لوبغالي کې دویمه یو ورځنۍ لوبه نیوزيلنډ د ۷۹ منډو په توپیر وګټله.

د درې یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې تر دې دمه دواړه لوبډلې یوـ یو برابرې دي.

نیوزیلنډ پچه ګټلې وه او توپ وهنه یې وکړه، دوی که څه هم پوره ۵۰ اورونه ونه لوبول، خو بیا یې هم د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.

د نیوزلینډ لپاره ډیون کانوې ۱۰۱ او کېن ویلیمسن بیا ۸۵ منډې وکړې.

د پاکستان په توپ اچونکو کې محمد نواز او نسیم شاه بیا هم ښه وځلېدل، دوی په ترتیب سره ۴ او ۳ ویکټې واخیستې.

د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابراعظم د لوبې تر ۴۳ اوره پورې مقابله وکړه، خو دا ځل ناتوانه ول او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل.

د دوی لپاره لوبډلمشر بابر ۷۹ او محمد رضوان ۲۸ زیاتې منډې وکړې.

د نیوزيلنډ ټولو توپ اچونکو په ډېر ډیسیپلین سره توپ اچونه وکړه، د دوی لپاره ټيم ساوتي او ایش سودي دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

کانوې د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې چې د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د جنورۍ میاشتې په دیارلسمه نېټه ترسره شي او لومړۍ لوبه بیا پاکستان په ۶ وېکټو ګټلې وه.

دا د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو نړیوال جام سیالیو د لارموندنې لوبې دي او دې دواړو لوبډلو نړیوال جام ته لاره موندلې ده.

د کرکټ نړیوال جام سوپرلیګ سیالیو په درجه بندۍ کې نیوزيلنډ په لومړي او پاکستان په درېيم مقام کې ځای لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG