د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د سویلي افریقا د کرکټ سوداګریزې سیالۍ پیلېږي


په دې سیالیو کې ټولټال ۶ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او یوازینی بهرنی لوبډلمشر یې د افغانستان د شل اوریزه لوبډلې لوبډلمشر راشدخان دی.
په دې سیالیو کې ټولټال ۶ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او یوازینی بهرنی لوبډلمشر یې د افغانستان د شل اوریزه لوبډلې لوبډلمشر راشدخان دی.

ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۰مه د سویلي افریقا غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو د ممبي کپيټاون او بارل راویلز په لوبه پيل شي.

دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې اته بجې وي.

په دې سیالیو کې ټولټال ۶ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او یوازینی بهرنی لوبډلمشر یې د افغانستان د شل اوریزه لوبډلې لوبډلمشر راشدخان دی.

د دې لیګ لوبډلې د ډربن سوپر جاینټز، جوبرګ سوپر کینګز، ممبي کپيټاون، پارل راویلز، پرېټوریا کپيټل او سن رایزرز ایسټرن کيپ په نومونو نومول شوي دي.

راشدخان چې د ممبي کپيټاون لوبډلمشر دی د یاد لیګ د پرانستې په مراسمو کې یې ویلي وو: " زه ډېر خوښ یم چې د سویلي افریقا په لیګ کې لوبېږم. دا زما لپاره یو ښه فرصت دی. زه په لومړي ځل په سوداګریزو سیالیو کې د یوې لوبډلې مشري کوم، که څه هم ما د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې ده او د هند په غوره لیګ سیالیو کې هم د مرستیال لوبډلمشر په توګه وم، هڅه به وکړم چې له لومړۍ لوبې خپله لوبډله ښه رهبري کړم."

یاد لیګ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د سویلي افریقا د کرکټ بورډ ادارې له لوري د ګلوبل شل اوریزو سیالیو په نوم اعلان شو، وروسته یې د منزي شل اوریزو سیالیو نوم ورکړ، خو تر ډېره د مالي ستونزو له امله پرمخ نه تلې.

د یاد هېواد کرکټ ادارې مشر ګریم سمیت تر پرلپسې هڅو وروسته د هندوستان غوره لیګ پانګه وال راضي کړل او اوس د ټولو لوبډلو امتیازات له دوی سره دي.

د یادونې ده چې دغه سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG