د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۴

سریلانکا له هند دویمه شل اوریزه لوبه وګټله

د کوربه هندوستان او سریلانکا ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د ۱۶ منډو په توپیر د سریلانکا په ګټه تمامه شوه.

سریلانکا په ۲۰ اورونو کې هند ته د ۲۰۷ منډو هدف ورکړی و، خو هند ۱۹۰ منډې وکړې.

د سریلانکا لوبډلمشر شناکا چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، د دې هېواد لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه وهي.

همدارنګه کوشال مینډس هم نیمه سلیزه ووهله.

د هند لپاره د لومړۍ شل اوریزې لوبې غوره لوبغاړي شېوام ماوي نن په ۴ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې، خو په توپ وهنه کې یې چټکې ۲۶ منډې وکړې.

د شل اوریزو سیالیو مخکښ توپ وهونکي سوریا کومار یادوف او اکشر پټیل لوبه له سختو شیبو راوویسته، خو پای ته یې ونه رسوله.

یادوف ۵۱ او پټیل ۶۵ منډې وکړې.

د سریلانکا لپاره لوبډلمشر شناکا، رجېتا او مدوشنکا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې په دې لوبه کې هندي توپ اچونکو ۷ نو بالونه ترسره کړل، چې له امله یې هند تر پایه د لوبې واګې ترلاسه نه کړې.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند ګټلې وه او په پلان کې ده چې درېیمه لوبه به د جنورۍ میاشتې په ۷مه نېټه ترسره شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG