د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

افغان کرکټ بورډ له عمرګل سره د روزونکي په توګه قرارداد ونه غځاوه


د عکس ښي لور ته عمر ګل او چپ لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نوین الحق
د عکس ښي لور ته عمر ګل او چپ لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نوین الحق

د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي عمرګل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره یې دنده پای ته رسېدلې ده.

عمرګل د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه رسمي دنده پيل کړې وه.

نوموړي د ډسمبر میاشتې په ۳۱ نېټه په یوه ټويټ کې لیکلي: " لکه څنګه چې د افغانستان کرکټ ټیم سره زما د روزنې دوره پای ته ورسېده، زه له دوی څخه مننه کوم چې په ما یې باور وکړ. ما په خپل ټول توان له دې لوبډلې سره کار کولو او دا زما په روزنیزه دنده کې ډېر ښه وخت و. زه دوی ته په راتلونکي کې ښه وخت غواړم."

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتیاني په دې تړاو ازادي راډیو ته ویلي چې له عمرګل سره د ۵ میاشتو هوکړه لیک لاسلیک شوی و او د ډسمبر میاشتې له پیله ورته د قراداد د نه غځولو ویل شوي وو.

پکتاني ویلي: "ښاغلي عمرګل ته د متحده عربي اماراتو له لنډمهاله تمریناتي کمپ وروسته چې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل میاشت کې ترسره شو او نوموړي او ښاغلي یونس خان دواړو په کې د توپ اچونې او توپوهنې د روزونکو په توګه ګډون درلود او ښه مؤثریت یې په کې ښودلی و، د همدې کال په اګست میاشت کې پنځه میاشتنی قرارداد ورکړل شو چې د ډسمبر په وروستیو کې پای ته ورسېده. عمرګل په یاده موده کې د افغان توپ اچوونکو په روزنه کې غوره رول ادا کړی، دا چې اوس یې قرارداد پای ته رسېدلی، افغان کرکټ بورډ ورته د بریاو، لاسته راوړنو او خوښیو ډک ژوند هیله کوي."

کرکټ بورډ نه دي ویلي چې د نوموړي پرځای به څوک د افغان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده وګوماري.

باید وویل شي چې افغان کرکټ بورډ ادارې په تېرو کلونو کې په پرله پسې توګه خپل نړیوال روزونکي بدل کړي دي.

XS
SM
MD
LG