د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د افغانستان کرکټ یو لوبغاړی د درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی


د افغانستان فرسټ کلاس کرکټ لوبغاړی زبیر احمدي چې د لیندۍ ۲۱مه د کابل جلال اباد په لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې سخت ژوبل شوی و د ښې درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی دی.
د افغانستان فرسټ کلاس کرکټ لوبغاړی زبیر احمدي چې د لیندۍ ۲۱مه د کابل جلال اباد په لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې سخت ژوبل شوی و د ښې درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی دی.

افغان کرکټ لوبغاړی چې په یوه ترافيکي پېښه کې ژوبل شوی و د درملنې په موخه له هېواده بهر وړل شوی.

د افغانستان فرسټ کلاس کرکټ لوبغاړی زبیر احمدي چې د لیندۍ ۲۱مه د کابل جلال اباد په لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې سخت ژوبل شوی و د ښې درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی دی.

د زبیراحمدي د کورنۍ غړي حمدالله طلوع ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي: "زبېر احمدي د دوشنبې په ورځ د کابل څخه جلال آباد په لاره و چې د سروبي څخه ښکته تنګي کې یې د ماسپښین دوه بجو خواوشا ټکر وکړ. سینه یې شدیده ژوبله شوې، اوږه او ښي پښه کې یې فرېکچر راغلی."

د طلوع په وینا چې د احمدي صحي وضعیت د ډاډ وړ دی او د سينې ټپونو لږ ښه والي وروسته به یې د اوږې او پښې عملیات ترسره شي.

زبیراحمدي چې د کونړ ولایتي اوسېدونکی دی، د افغانستان د کورني کرکټ په تر ټولو سترو سيالیو فرسټ کلاس(څلور ورځنۍ) او لیسټ ای(یو ورځنۍ) کې لوبېدلی دی.

د یادونې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی نجیب الله ترکی هم په ۲۰۲۰ زېږدیز کال په یوه ترافيکي پېښه کې ومړ.

XS
SM
MD
LG