د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

افغان کرکټ بورډ د ځوانانو لوبډله جوړوي


ارشیف: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - 1/17/2019
ارشیف: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - 1/17/2019

افغان کرکټ بورډ تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډله جوړوي.

په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لومړي ځل تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې اتلولۍ خپله کړې وه او افغانستان د اسيا جام سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د جوړښت په پار د ازموینو اخستلو نېټې اعلان کړې.

د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بند امیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخستې دي او د پلان له مخې به د ډسمبر میاشتې په دولسمه او دیارلسمه نېټه له مس عینک او د همدې میاشتې په پینځلسمه او شپاړلسمه نېټه د سپین غر زون له لوبغاړو هم ازموينې واخلي.

کرکټ بورډ ویلي دي چې دا ځل یې د حقدارو لوبغاړو د غوره کولو او پروسې لا شفافیت په موخه څو کسیزه کمېټه ټاکلې ده چې په ترکیب کې یې د بېلابېلو څانګو د غړو او مسوولانو ترڅنګ د فساد ضد کمېټې استازی هم شامل کړی دی.

کرکټ بورډ ادارې د بند امیر زون ازموینې تر اخستلو وروسته د خپل کورني کرکټ پر فېسبوک پاڼه لیکلي: "د دغې ازموینې په لړ کې به په اعلان شوي معیار برابر لوبغاړي د ازموینې نورو پړاوونو لپاره غوره شي."

په کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزی هم د لوبډلې د جوړولو د ټاکل شوې کمېټې غړی دی.

هغه د دې پروسې په تړاو ازادي راډيو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي د پروسې د شفافیت لپاره ډېره پاملرنه کړې ده.

د نوموړي په خبره چې د عمر ښه معلومولو په پار د هر لوبغاړي تذکره کتل کېږي او د موظف ډاکتر له لوري په ظاهري بڼه هم د ځانګړو تکتیکونو پر اساس د لوبغاړو معاینه کېږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزی هم دغه بهیر څاري.

XS
SM
MD
LG