افغان لوبغاړي حمید خوشدل د فیټنس یا بدني ښکلا د نړیوالې اتلولۍ په لوبو کې د ژېړو مډال وګاټه.
د افغانستان د بدني ښکلا فدراسیون پر خپل فېسبوک لیکلي چې خوشدل د جمعې په ورځ په ټایلند کې د ۴۴ هېوادونو د لوبغاړو په منځ کې درېیم مقام او د ژېړو مډال خپل کړ.
تمه ده چې د شنبې په ورځ به څلور نور افغان لوبغاړي هم د فیټنس او اندام د ښکلا په دغو لوبو کې برخه واخلي.
ټولټال پنځه افغان لوبغاړي د ټایلند په کوربه توب د اندام د ښکلا یا روزنې او فیټنس نړیوالو اتلولیزو لوبو ته ورغلي دي.