د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۴

هندوستان په بنګله‌دېش کې د کرېکټ لوبلړۍ وبایلله

د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، انځور - ارشيف
د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، انځور - ارشيف

د چهارشنبې په ورځ د بنګله‌دېش په مېرپور ښار کې د کوربه او هندوستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سياليو دویمه لوبه ترسره شوه.

بنګله‌دېش چې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۷۱ منډې یې وکړې.

د بنګال د پیل توپ وهونکو ښې منډې ونه کړې، خو محمد الله او مهدي حسن ترمنځ د اومې ويکټې ملګرتیا تر ۱۴۸ منډو پورې ورسېده چې د بنګله دېش په کرېکټ کې یې ریکارډ ثبت کړ.

مهدي حسن د یو ورځنیو سيالیو لومړنۍ سلیزه ترلاسه کړه او محمدالله په ۷۷ منډو وسوځېد.

د دې هدف د پوره کولو لپاره هندوستان ښه توپ وهنه وکړه، خو په وروستي اور کې یې ۲۰ منډې پوره نه کړې او د ۵ منډو په توپیر یې دا لوبه وبایلله.

د هند لپاره د شریاس ایر، اکشر پټيل او روحیت شرما نیمه سلیزې د یادونې دي.

په دې سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ بنګله‌دېش وګټله.

د دوی ترمنځ درېيمه لوبه د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه ترسره کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG